ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه ناسته د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په وروستیو اوونیو کې د چین په پلازمېنه پکن کې جوړه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي چې د دغه هېواد له لومړي وزیر سره یوځای په څلور ورځني سفر چین ته تللي، یوې خبري ناسته کې وویل چې پکن او اسلام‌اباد د سیمې  همکاریو په ځانګړې توګه له افغانستان سره د مرستو په برخه کې مهمو هوکړو ته رسېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له قوله رپوټ ورکړی چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو درېیمه ناسته به د مارچ په وروستۍ اوونۍ کې په چین کې جوړه شي.

قریشي زیاته کړې ټاکل شوې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په وروستۍ ورځ کې ګډون وکړي، څو دغه هېوادونه افغانستان کې له وروستیو تحولاتو خبر شي.

د قریشي په وینا، د پاکستان، افغانستان او چین هېوادونو د ګډې مجمع پر جوړېدو هم هوکړه شوې، څو د متقابلو هکاریو د پراختیا لپاره اغېزمن ګامونه واخیستل شي. د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لومړۍ ناسته د وږي په ۱۷ د پاکستان په کوربه‌توب جوړه شوه او دویمه هغه یې بیا ایران کې جوړه شوې وه.

په یادو دواړو ناستو کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو دغه هېواد کې د ناورین له منځه وړلو لپاره پر سیاسي حل لار، پراخ‌بنسټه حکومت جوړېدو او د بشري مرستو پر لېږد ټينګار کړی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د چین او پاکستان مشرانو په ایران او پاکستان کې د دغو ناستو پایلې ګټور بللي او چین کې یې د جوړېدونکې درېیمې ناستې د مثبتو اغېزو په اړه هیله‌مندي څرګنده کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام