د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان باید د نړیوالې ټولنې برخه وي

د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې تل په نړیوالو غونډو کې د افغانستان ملاتړ کړی او دغه هېواد باید د نړیوالې ټولنې برخه وي.

م.جاهد: د مونیخ ناسته کې د افغان ښځو په اړه یادې شوې اندېښنې بې‌بنسټه دي

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد په مونیخ ناسته کې د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې وايي، په دې غونډه کې د افغان ښځو د حقونو په اړه یادې شوې اندېښنې بې‌بنسټه دي او ټول افغانان خپلو حقونو ته لاسرسی لري.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د راتلونکې پنجشنبې ورځ جوړېږي

د افغانستان د روان سیاسي کړکېچ په اړه د سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو په دوام، ټاکل شوې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي. په دې غونډه کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه ناسته کوي

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې د افغانستان روان اقتصادي او ناوړه بشري وضعیت په اړه ناسته کوي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې وینا‌پاڼه کې ویلي چې په دغه ناسته کې به افغانستان ته د بشري مرستو رسولو پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو او اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو پر لارو چارو خبرې وشي.

شنونکي: د تهران ناسته کې ګډون کوونکي هېوادونه د خپلو ګټو په لټه کې وو

د ایران په پلازمینې تهران کې د افغانستان د ګاوڼدیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غوڼده چې په حضوري او انلاین بڼې جوړه شوې وه، پکې ګډون کوونکو هېوادونو د اسلامي امارت د استازي په نه‌شتون کې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي. خو یوشمېر شنونکي بیا دغه ناسته د ګډون‌کوونکو هېوادونه په ګټه بولي.

چین: نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق دې له افغانستان سره مالي مرستې وکړي

د رویټرز خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او لوږې له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق څخه یې غوښتنه کړې چې دغه هېواد سره مالي مرستې وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې یونان ته د خپل سفر پر مهال کړي دي.

نن د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغان سولې غونډه لري

تمه ده نن پر افغان سوله د درېو هېوادونو افغانستان، چین  او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري د ویډیو کنفرانس له لارې درې اړخیزه غونډه جوړه شي. په دې درې اړخېزه غونډه به د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په دوحه کې د افغان سولې خبرو د بیا ځلې پیل سربېره پر یو لړ نورو مسایلو هم خبرې وکړي.