Asset 1SWN

د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان باید د نړیوالې ټولنې برخه وي

ازبک

د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې تل په نړیوالو غونډو کې د افغانستان ملاتړ کړی او دغه هېواد باید د نړیوالې ټولنې برخه وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت بېګاه ناوخته پر اېکس‌پاڼې د بختیار سعیدوف له قوله لیکلي چې اوزبکستان، افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو برخه بولي او د هغو د پرمختګ لپاره مهم دی.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دواړو لوریو پر ګډو همکاریو هم خبرې اترې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، بختیار سعیدوف له امیرخان متقي څخه غوښتي چې اوزبکستان ته ورشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام