د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې سرمنشي انډریاس سټفانسون تازه د دغه هېواد له یوې غږیزې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې له درېوو ورځو راهیسې یې د ا.ا د سرپرست حکومت په غوښتنه په افغانستان کې فعالیت درولی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړې: «د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه سر له نن څخه په افغانستان کې فعالیت دروي. دا غوښتنه د طالبانو دولت د پرېکړې او د کارکوونکو د امنیت خوندیتوب لپاره ده. کله چې د کار اجازه ونه لرو، ښايي ځینې ګواښونه پېښ شي.»
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې سرمنشي ټینګار کړی چې تمه لري، څو د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه د نورو سازمانونو له لارې افغانانو سره په ځینو برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په اتلسو ولایتونو کې له اړمنو، په تېره ښځو، ماشومانو او معلولانو سره مرستې کولې.
د افغانستان سرپرست حکومت د روان کال په اوړي کې له هغه وروسته چې په سویډن کې یوه عراقي قرآنکریم وسوځاوه، په افغانستان کې د دغه هېواد د اړوندو بنسټونو فعالیتونه وځنډول.