Asset 1SWN

اسلامي امارت په افغانستان کې د سویډن اړوند بسټونو د فعالیت ځنډېدو امر کړی

quran-q98q9dn4nov4q3u5t7e1mx1e7od419nt55l3qan3ig

اسلامي امارت په سویډن کې د قرآن کريم د سوځولو په غبرګون کې د دغه هېواد اړوندو ټولو بنسټونو د فعاليت ځنډېدو امر کړی دی. د سویډن کمېټه په افغانستان کې یو مهم بهرنی بنسټ دی چې په ۱۴ ولایتونو کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په ګډون، په بېلابېلو سکټورونو کې فعالیت کوي.

د هغو معلوماتو پر بنسټ چې د دې کمېټې پر وېب‌پاڼې خپاره شوي، تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې ۱،۷ میلیونه کسانو ته د سویډن کمېټې له اړوندو روغتیايي مرکزونو څخه روغتیايي خدمتونه رسېدلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ښوونه او روزنه د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د فعالیت بله برخه ده او دې کمېټې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې یو لک او څلور زره زده‌کوونکو ته چې ۵۹ سلنه یې نجونې جوړوي، د ښوونې او روزنې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

همدارنګه، د سویډن کمېټې پر خپلې وېب‌پاڼې لیکلي چې ۴۲ زره معلولو ماشومانو او په کلیو او بانډو کې یې ۸۸ زره نورو ماشومانو ته ښوونیز خدمتونه رسولي او ملاتړ یې کړی دی.

د دې ترڅنګ، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د میلیونونو افغانیو په ارزښت ګڼ‌شمېر پراختیايي پروژې هم پلې کړې دي.

که څه هم د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې سلام‌وطندار ته ډاډ ورکړی و چې د اسلامي امارت د پرېکړې او په افغانستان کې یې د فعالیتونو ځنډېدو اغېزو په اړه به ډېر جزیات ورکړي، خو د دغه راپور تر چمتو کېدو پورې یې معلومات شریک نه کړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي، تر هغې چې سویډن هېواد د قرآن کریم سوځولو په تړاو له مسلمانانو څخه بښنه و نه غواړي، په افغانستان کې به یې فعالیتونه ځنډېدلي وي.

د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه نږدې شپږ زره رسمي کارکوونکي لري او که فعالیتونه یې بېرته پیل نه‌شي، دغه زرګونه کسان به هم بې‌برخلیکه پاتې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام