Asset 1SWN

له سویډن وروسته ډنمارک کې هم د قران‌کریم یوه نسخه سوځول شوې

7d8340e2b7904b56ba67cc2ecee7249c

راسموس پالودان چې سویډن کې د ترکیې سفارت مخې ته د قران یوه نسخه سوځولې وه، تېره ورځ یې د ډنمارک پلازمېنې کوپن‌هاګن کې د یوه جومات مخې ته د قران یوه بله نسخه هم سوځولې ده.

دغه سیاستوال د روانې جنورۍ په ۲۱مه هم سویډن کې د ترکیې سفارت مخې ته د قران‌کریم یوه نسخه سوځولې وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د الجزیزې خبري شبکې د راپور له مخې، دغه ښي اړخی سیاستوال چې د سویډن او ډنمارک تابعیت لري، ډنمارک کې د قران‌کریم د یوې نسخې له سوځولې مخې ویلي: «تر هغو به هره جمعه دغه کار ته دوام ورکوي، څو چې سویډن ته په ناټو سازمان کې غړیتوب نه وي ورکړل شوی.»

د بهرنیو چارو وزارت نن یو ځل بیا ډنمارک کې د قران‌کریم د سوځولو پېښې ته غبرګون ښودلې او هغه یې په کلکو ټکو غندلې ده.

دغه وزارت نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «د بهرنيو چارو وزارت د ډنمارک په پلازمېنه کوپن هاګن کې د افراطيانو له‌خوا قرآنکريم ته د سپکاوي هڅه او د يوې نسخې سوځول په تر ټولو کلکو ټکو غندي. د بیان ازادۍ په پلمه یوه حق او د نږدې دوه میلیارډ مسلمانانو عقیدې ته سپکاوی په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی.»

په ورته مهال دغه وزارت د اروپايي هېوادونو پر حکومتونو غږ کړی چې د دغو کسانو له لوري د کرکې خپرولو د هڅو مخه ونیسي او خپل مسوولیت ادا کړي.

بل‌خوا له دې پېښې وروسته د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ډنمارک سفیر احضار کړی او دغه پارونکي عمل ته د اجازه ورکړه غندلې ده.

دغه خبري اژانس همداراز ویلي: «د ډنمارک چلن د منلو نه دی او ترکیه تمه لري چې دغه کار ته د اجازې ورکولو جواز لغوه کړي.»

په ورته مهال د جنورۍ په ۲۱مه سویډن کې د قران‌کریم د سوځېدو له پېښې وروسته د نړۍ په ګڼ‌شمېر مسلمانو هېوادونو کې لاریونونه وشول او دغه کړنه په کلکو ټکو وغندل شوه.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې هم د دغې کړنې په غبرګون کې لاریونونه وشول او راتلونکې کې د ورته پېښو د مخنیوي غوښتنه وشوه.

دا په څه باندې یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې په دوو بېلو اروپايي هېوادونو کې د یوه سیاستوال له لوري د قران‌کریم نسخې سوځول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام