عراق کې لاریون کوونکو د سویډن سفارت ته اور اچولی
عراق کې سلګونه لاریون کوونکو سویډن کې د قرانکریم سوځولو په غبرګون کې د دغه هېواد په پلازمېنه بغداد کې د سویډن سفارت ته اور اچولی دی.
عراق کې سلګونه لاریون کوونکو سویډن کې د قرانکریم سوځولو په غبرګون کې د دغه هېواد په پلازمېنه بغداد کې د سویډن سفارت ته اور اچولی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي د مخنیوي په موخه یو پرېکړهلیک تصویب کړی دی. په دغه پرېکړهلیک کې چې د ۲۸ تایید، ۱۲ مخالفو او اوو ممتنع رایو سره تصویر شوی، د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي چې په نړۍ کې مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي پېښو په اړه راپور وړاندې کړي.
اسلامي امارت په سویډن کې د قرآن کريم د سوځولو په غبرګون کې د دغه هېواد اړوندو ټولو بنسټونو د فعاليت ځنډېدو امر کړی دی. د سویډن کمېټه په افغانستان کې یو مهم بهرنی بنسټ دی چې په ۱۴ ولایتونو کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په ګډون، په بېلابېلو سکټورونو کې فعالیت کوي.
راسموس پالودان چې سویډن کې د ترکیې سفارت مخې ته د قران یوه نسخه سوځولې وه، تېره ورځ یې د ډنمارک پلازمېنې کوپنهاګن کې د یوه جومات مخې ته د قران یوه بله نسخه هم سوځولې ده.
دغه سیاستوال د روانې جنورۍ په ۲۱مه هم سویډن کې د ترکیې سفارت مخې ته د قرانکریم یوه نسخه سوځولې وه.
په سویډن کې د یوه سیاستوال له لوري د «قرانکریم» سوځولو ته په غبرګون کې له خوست وروسته نن د زابل اوسېدونکو هم د دغه هېواد پر ضد لاریون ورکړ.
د بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د «قران کریم» د یوې نسخې سوځول په کلکو ټکو غندلی او دغه کار یې یو پاروونکی عمل بللی دی.
پر اوکراین د روسیې د برید په لړ کې ډنمارک او سوېډن د روسیې له لوري د دغو هېوادونو پر هوايي حریم د تیري په غبرګون کې د روسیې سفیران احضاروي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون