Asset 1SWN

عراق کې لاریون کوونکو د سویډن سفارت ته اور اچولی

200101105253-01-baghdad-us-embassy-protest-0101

عراق کې سلګونه لاریون کوونکو سویډن کې د قران‌کریم سوځولو په غبرګون کې د دغه هېواد په پلازمېنه بغداد کې د سویډن سفارت ته اور اچولی دی.

قهرجنو لاریون کوونکو نن پنج‌شنبه د جولای ۲۰مه بغداد کې د سویډن پر سفارت برید وکړ، دیوالونه یې ونړول او ځینو برخو ته اور ورته کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلستروم له قوله راپور ورکړی چې د سفارت کارکوونکي خوندي دي، خو عراقي چارواکي یې د سفارت خوندي ساتلو کې پاتې بللې دي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیان کې ویلي: «هغه څه چې پېښ شوي، په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي او حکومت دا بریدونه په کلکو ټکو غندي. حکومت د عراق لوړپوړو چارواکو سره په اړیکه کې دی.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ دغه لاریون عراق کې شیعه‌ مذهبي مشر مقتدي الصدر په غوښتنه د نوموړي د پلویانو له لوري سویډن کې د قران‌کریم د سوځولو په غبرګون کې رابلل شوی و.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بل‌خوا د فنلنډ خبري اژانس «STT» خبر ورکړی چې د سویډن سفارت ګاونډ کې د فنلنډ سفارت کارکوونکي هم له دغه سفارت اېستل شوي او کوم زیان ورته نه دی اوښتی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام