پر اوکراین د روسیې د برید په لړ کې ډنمارک او سوېډ‌ن د روسیې له لوري د دغو هېوادونو پر هوايي حریم د تیري په غبرګون کې د روسیې سفیران احضاروي.

دغو هېوادونو وروسته له هغه د روسیې د سفیرانو د احضار خبره وکړه چې د راپورونو په اساس د روسیې یوې جاسوسي الوتکې د دواړو هېوادونو د فضايي حریم څخه سرغړونه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چارواکو ویلي چې الوتکه د اپریل په ۲۹مه د ډنمارک د بالتیک ټاپو په ختیځ کې د سویډن هوايي حریم ته له الوتلو مخکې د ډنمارک هوايي قلمرو ته ننوته.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر جیپ کوفود د مې په لومړۍ نېټه پر ټویټر “د ډنمارک له فضا څخه د روسیې نوې سرغړونې” ته په اشارې سره وویل: «د روسیې سفیر دوشنبه د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی.»

د سویډن د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په ستاکهولم کې به د روسیې سفیر احضار کړي. د سویډن او روسیې تر منځ هم وروسته له هغه اړیکې سختې سړې شوي چې سویډن په ناټو کې د غړیتوب لېوالتیا ښودلې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روسیې وار دمخه په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د غوښتنو په اړه کلک مخالفت ښودلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام