امریکا داعش څخه په استفادې د افغانستان د ناامنه کولو په لټه کې ده

افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو ته په پام، د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف وايي چې امریکا داعش څخه په استفادې، افغانستان کې وروستیو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري. محمدباقر قالیباف ویلي چې اسلامي امارت هم افغانستان کې د امنیت ټینګښت په برخه کې پاتې راغلی دی.

رینا امیري: اسلامي نړۍ دې د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي

د افغان ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د یوشمېر اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره لیدلي او ویلي یې دي چې په دې لیدنه کې هوکړه شوې، څو «اسلامي نړۍ د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.» امیري پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د اسلامي امارت سیاستونه ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار څخه محروموي.