افغانستان کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په پام، د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف وايي چې امریکا داعش څخه په استفادې، افغانستان کې په شویو وروستیو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.

تسنیم خبري اژانس د ایران د ولسي جرګې د رییس له قوله لیکي چې امریکا له اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش څخه په ګټې اخیستنې سره غواړي افغانستان ناامنه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محمدباقر قالیباف ویلي چې اسلامي امارت هم افغانستان کې د امنیت ټینګښت په برخه کې پاتې راغلی دی.

نوموړي ټينګار کړی، د یوه پراخ‌بنسټه حکومت جوړول چې په‌کې د افغانستان ټولو قومونو ته په‌کې ونډه ورکړل شوي وي، په دغه هېواد کې د تلپاتې امنیت ټينګښت لپاره له لومړنیو اړتیاوو څخه شمېر کېږي.

افغانستان کې د امنیت ټينګښت په برخه کې د اسلامي امارت د پاتې راتلو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې وروستیو اوونیو کې د هېواد په یو‌شمېر سیمو کې جوماتونه او مذهبي ځایونه په نښه شوي دي.

په دغو بریدونو کې چې ډېری یې د افغانستان په شیعه او هزاره مېشتو سیمو کې شوي، ګڼ‌شمېر کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

داعش ډلې د یادو بریدونو له ډلې یې د ځینو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. دا په داسې مهال ده چې اسلامي امارت تل ویلي، افغانستان کې داعش مات شوی او فزیکي حضور نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام