د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، د امریکا، روسیې، چین او پاکستان هېوادونو ځانګړي استازي په راتلونکو ورځو کې د افغان سولې په اړه خبرې کوي.

کابلوف دغه څرګندونې د روسیې له سپوټنیک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې دي. ضمیر کابلوف وایي، یاده ناسته به د قطر په پلازمینې دوحه کې جوړه شي او د افغان سولې لپاره د حل‌لارې موندلو او د دغې پروسې د ښکېلو اړخونو د رابللو په اړه به په‌کې خبرې اترې وکړي.

ضمیر کابلوف زیاتوي، په دې ناسته کې پرېکړه نه کېږي او یوازې ښکېل اړخونه به یوې پايلې ته د سولې خبرواترو د رسېدو لپاره سره راټولېږي. د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ټينګار کوي چې د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ له خبرو پرته بله هېڅ لاره نه ویني.

ضمیر کابلوف وایي: «پرېکړه یوازې افغان لوري له هغې ډلې طالبان کوي. موږ کوښښ کوو چې د یوه فورمول په څېر یو څه جوړ کړو او هغه افغان لوري ته د ارزونې لپاره وړاندې کړو. که دغه فورمول مناسب نه و، دوی واک لري چې عمل پرې ونه کړي، خو دوی باید پر دې پوه شي چې موږ د افغانستان د کړکېچ په هواري کې اغېزناک یوو او د افغانستان د کورنۍ جګړې پای ته رسول غواړو.»

ضمیر کابلوف د طالبانو د پسرلنیو او دوبي جګړې له پیل او د سولې پر بین‌الافغاني خبرو یې د اغېز په اړه د نیوکې ترڅنګ وایي، د طالبانو د موسمي جګړو پیل به د سولې خبرو اترو بیاځلي پیل له ستونزو سره مخ کړي. د هغه په خبره، طالبان د سولې له خبرو نه په شا کېږي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د خپلو خبرو پر مهال وویل، د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې باید ګټورې وي او ښکېل لوري باید د خبرو د پیل پر یوې واحدې اجندا هوکړه وکړي.

هغه د طالبانو له لوري په افغانستان کې د اسلامي امارت د جوړېدو په اړه وایي، د دې ډلې مشرتابه پوهېږي چې هغه ډول نظام چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې واکمن و، افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې تمه وه د افغان سولې په اړه د استانبول ناسته د روان زېږدیز کال د مې په ۲۴مه جوړه شي، خو د دې ناستې جوړوونکو خبر ورکړ چې د طالب ډلې د نه چمتووالي له امله یاده ناسته تر کوچني اختر پورې خنډېدلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام