د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان څخه د امریکايي وګړو او د افغان همکارانو د اېستلو بهیر د بیا پیل په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د انتوني بلنکېن او د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني دغه خبرې پرون په خپله لیدنه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې دواړو لوریو له کابل څخه د تخلیې الوتنو د بیا پیل او همداراز د افغانانو د بشردوستانه او اقتصادي اړتیاوو پر پوره کولو ټينګار کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې د رپوټونو پربنسټ، نږدې یوه میاشت کېږي چې له افغانستان څخه د تخلیې بهیر درېدلی دی. ویل کېږي دغه الوتنې هغه مهال ودرول شوې چې بهر ته د اسلامي امارت اړوند ځواکونو او غړو د لېږد غوښتنې ونه منل شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام