د پخلاینې ملي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي، که څه هم په افغانستان کې د سولې خبرو اترو د پاتې پړاوونو دوام ته لومړیتوب ورکوي، خو په وینا یې، د مذاکراتو ځای باید د دغو خبرو د دوام پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.

نوموړي نن د دې شورا د سکرټریټ په پرانېست‌غونډه کې وویل چې د سولې راتلونکو خبرو ځای به د دواړو لوریو په پرېکړه ټاکل کېږي.

عبدالله عبدالله وايي، افغان سوله باید په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لامل شي او په وینا یې، دغه جګړه هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تر دې وړاندې پر طالبانو غږ کړی و چې د سولې خبرو د لا افغاني کېدو لپاره دې د هېواد په دننه کې پر مخ یوسي.

حمدالله محب ټینګار کړی و چې د سولې خبرو راتلونکي پړاوونه باید په افغانستان کې پر مخ یووړل شي، څو افغانان له دغه بهیر نه ښه څارنه وکړي او د سولې مرکچیان هم له نږدې د خلکو له درده خبر شي. د محب په وینا، له هېواده بهر د سولې خبرې اترې د بهرنیانو تر اغېزې لاندې راځي او که طالبان وغواړي، افغان دولت به یې د هېواد په هره سیمه کې لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي.

د ملي امنیت له سلاکار وروسته، ولسمشر محمداشرف غني هم د نوموړي وړاندیز تایید کړ. ولسمشر چې د دوشنبې په ورځ یې د کابینې په غونډه کې خبرې کولې، وویل چې د حمدالله محب د وړاندیز په کلکه ملاتړ کوي او که طالبان رښتیا وايي چې په افغانستان کې حضور لري، باید په هېواد کې د سولې خبرو اترو مېز ته کېني.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د دغه وړاندیز په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لومړی پړاو د قطر په دوحه کې پیل او پای ته ورسېد. د دواړو لوریو مرکچیانو د دویم پړاو له خبرو مخکې شل ورځنۍ دمه کړې او ټاکل شوې یاد پړاو د راتلونکي میلادي کال د جنوري په پنځمه پیل شي.

د دولت مرکچي پلاوی بېګاه کابل ته را رسېدلی او ټاکل شوې د حکومت له مشرتابه سره د دویم پړاو د خبرو پر څرنګوالي خبرې او سلا مشورې وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشري د دغه دفتر یو پلاوی پاکستان ته تللی او هلته به د یاد هېواد له لومړي وزیر عمران خان او نورو چارواکو سره وګوري.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام