که څه هم طالبانو تراوسه په استانبول ناسته کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي، خو امریکا، ترکیې او نورو ښکېلو اړخونو د دې ناستې د جوړېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي. د افغان سولې لپاره د استانبول ناسته چې تمه وه په تېره میلادي میاشت کې جوړه شي، د طالبانو نه ګډون د دې ناستې کوربانه اړ کړل چې ویې ځنډوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړی چارواکي سلام‌وطندار ته ویلي چې واشنګټن د افغانستان په اړه د خپلې ډيپلوماسۍ د پیاوړتیا په هڅه کې دی او غواړي د افغانستان ښې راتلونکې لپاره نړیواله ټولنه په بشپړه توګه د افغانستان اړوند موضوعاتو په برخه کې ښکېله وي.

هغه وایي: «هغه خبرې چې موږ د افغانستان له ګاونډیو سره لرلې، ټول د یوه ارام او سوله‌ییز افغانستان غوښتونکي دي. دوی له اسلامي جهموریت څخه ملاتړ کوي، درناوی ورته لري او اسلامي امارت ته د بېرته ورستنېدو په اړه علاقه نه لري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبو‌پاڼه وڅارئ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغان سولې په اړه تازه ترکیې، پاکستان، هند او د منځنۍ اسیا یو‌شمېر هېوادونو ته سفر کړی دی. هغه د مې میاشتې په درېیمه کابل ته راغی او د حکومتي چارواکو ترڅنګ یې، له سیاستوالو او د مدني ټولنو له مشرانو سره له افغانستانه د امریکا د دوامداره ملاتړ په اړه خبرې اترې وکړې.

د امریکا د سفارت له لوري په یوه خبرپاڼه کې چې په همدې تړاو خپره شوې لیکل شوي: «د خبرو له لارې د ستونزو حل کولای شي د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مارچ میاشتې په ۲۷مه ویلي و چې د خلیلزاد فعالیتونه د جګړې پای ته رسولو په موخه د سولې خبرو د چټکتیا په موخه د افغانستان ښکېلو اړخونو د هڅونې او د سیمې او نړیوالو شریکانو پر هڅو ولاړ دي.



دغه سفرونه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د روان میلادي کال تر سپټمبر میاشتې به له افغانستانه خپل سرتېري وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړی چارواکي وایي، د امریکا اړوند ټولې ادارې او په کابل کې د دغه هېواد سفارت به د خپلې ډیپلوماسۍ پر مټ د سترو اقتصادي او بشرپالنې فعالیتونو ته دوام ورکړي. دغه امریکایي چارواکي سلام‌وطندار ته ویلي چې امریکا د افغانستان په اړه له خپلو فعالیتونو نه پر شا کېږي.

تېره میاشت د افغان سولې په اړه د استانبول ناستې په تړاو امریکا، روسیې، چین او پاکستان یوه ګډه اعلامیه چې ۱۴مادې یې لرلې، خپره کړه. په دې اعلامیه کې د افغانستان جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غوښتل شوي وو چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.

 په یاده بیانیه کې د ملګرو ملتونو د ۲۵۱۳ ګڼه پرېکړه‌لیک پر بنسټ، د طالبانو هغو ادارو او کسانو د برخلیک او څېړنې ملاتړ هم شوی و چې د ملګرو ملتونو له لوري پرې په ۱۹۸۸میلادي کال کې بندیزونه لګول شوي وو، په بیانیه کې راغلي: «د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمولو او د بین‌الافغاني سولې خبرو په موخه د دوامداره هڅو لپاره عملي اقدامات به پر دغه بهیر مثبت اغېز وکړي.»

د امریکا دغه لوړپوړی چارواکی وایي، دا طالبانو ته یو فرصت دی، څو د موضوعاتو حل لپاره د خبرو مېز ته راستانه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام