Asset 1SWN

م.جاهد: امریکا کې ځینې فرصت‌غوښتونکي کسان افغانستان کې د بې‌باورۍ جوړولو په لټه کې دي

امریکا

سره له دې چې ا.ا په وار وار ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به هېڅکله د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي، خو بیا هم نړیوالو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښونو او امنیتي ستونزو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني یا «سنتکام» رییس جنرال مایکل کوریلا دوه ورځې وړاندې د دغه هېواد په کانګرېس کې ادعا کړې چې ا.ا د ترهګرو ډلو مهارولو لپاره لېوالتیا نه‌لري او شونې ده چې تر راتلونکو شپږو میاشو پورې د امریکا د متحدانو پر وړاندې له افغانستانه برید وشي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه ویلي، سره له دې چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته پر دغه هېواد د امریکا استخباراتي څارنه کمه شوې، خو متحده ایالتونه هڅه کوي چې د ټکنالوژۍ په کارونې سره خپله څارنه بېرته زیاته کړي.

په همدې حال کې د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد د جنرال کوریلا د دغو څرګندونو نه مني او وايي، په امریکا کې ځينې کړۍ هڅه کوي چې په افغانستان کې د بې‌باورۍ فضا جوړه کړي.

نوموړی زیاتوي: «له بده مرغه د امریکا جګړه غوښتونکي چې تل د جګړې تر شا وو، اوس هم غواړي چې وضعیت ناامنه او بې‌باوره وښيي. موږ دغه ادعا ردوو؛ د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي او نه بهرنۍ ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د چارو یوشمېر کارپوهان بیا پر دې باور دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د جو بایډن حکومت له فشارونو سره مخامخ شوی او اوس له دغو فشارونو د وتلو او د خپلو ناکامیو د جبران په موخه په افغانستان کې د بیاځلي حضور او لاسوهنې لپاره پلمې لټوي. د سیاسي او نظامي چارو شنونکي ثمر سادات او صادق شینواری وايي:

«امریکایان هڅه کوي چې لږترلږه په افغانستان کې استخباراتي او کشفي حضور ولري. دا که د هوا یا ځمکې له لارې وي او یا هم حضوري وي، لپاره یې هڅې کوي؛ ځکه د بایډن حکومت د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.»

«امریکا ښايي د منځنۍ اسیا هېوادونو او امریکا د احتمالي بریدونو مخنیوي لپاره ځینې استخباراتي او بیا ځینې عملي ګامونه، لکه د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو په څېر اوچت کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال ده چې د ملګرو ملتونو سازمان هم په دې وروستیو کې د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې د تېر یوه کال په پرتله په افغانستان کې د امنیت ضد پېښې ۳۸ سلنه زیاتې شوې دي. خو دغه راپور د اسلامي امارت له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام