پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستاني پوځیانو له بریدونو څو ورځې وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو نوې وزیرې حنا رباني کهر ویلي، هېواد یې د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو نوې وزیرې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره د کتنې پر مهال کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې محمد صادق حنا رباني کهر ته د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه بشپړ توضیحات ورکړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې پر بنسټ، د پاکستان د بهرنیو چارو نوې وزیرې د پاکستان له خاورې پر پاکستاني ځواکونو د بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي چې یو باثباته او سوله‌ییز افغانستان د پاکستان لپاره ډېر مهم دی. هغې ټینګار کړې، پاکستان مکلف دی چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

پاکستان چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې ترهګرو ډلو ته پر پناه ورکونې تورن دی، اوس اسلامي امارت تورنوي چې پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړی دی.

دغه وزارت په دې وروستیو کې پاکستاني طالبانو ته د پناه ورکولو په اړه اسلامي امارت ته خبرداری ورکړی او له کابل څخه  یې غوښتي چې د پولو امنیت تامین کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د اوو پاکستاني پوځیانو له وژل کېدو وروسته د افغانستان په خاوره کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د استوګنې پر سیمو بمبار وکړ.

د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې شاوخوا ۴۷ کسان وژل شوي. ویل کېږي چې د دغو بریدونو زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام