Asset 1SWN

راجستان نن ای‌پي‌اېل کې له حیدراباد سره لوبه کوي

5a16f3e1-51ff-4c10-9a61-f9d59f87985c

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن د دغه لیګ په ۵۰مه سیالي کې راجستان رویالز له سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن پنج‌شنبه، مې درېیمه د هند د حیدراباد په «راجېف ګاندي نړیوال کرېکټ لوبغالي کې» ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راجستان رویالز چې دا مهال د یاد لیګ د سیالیو جدول کې لومړی ځای لري، تراوسه یې دغه لیګ کې نهه لوبې کړي چې اته یې ګټلي او یوه یې بایللې.

سنرایزرز حیدراباد لوبډلې هم په کړیو نهو لوبو کې پنځه ګټلي او څلور یې بایللې دي. یاده لوبډله د سیالیو جدول په پنځم ځای کې شتون لري.

دواړه لوبډلې پیاوړې توپ‌وهونکي او توپ‌اچوونکي لري او له دې وړاندې یې خپلو سیالانو سره ښکلې لوبې کړي، خو حیدراباد لوبډله به نننۍ لوبه کې ځکه پیاوړي چې کورني لوبغالي کې لوبېږي.

له دې وړاندې په مخ شویو وروستیو پنځو لوبو کې راجستان درې ځلې سنرایزرز او حیدراباد دوه ځلې رویالز ته ماته ورکړې.

د  افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ‌اچوونکی فضل‌الحق فاروقي هم له سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره لوبېږي، خو تراوسه په کومه لوبه کې د لوبېدو چانس نه‌دی ورکړل شوی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دغه لیګ په بېګانۍ لوبه کې پنجاب کنګز لوبډلې چینای سوپر کنګز ته په خپل کورني لوبغالي کې ماته ورکړ ه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام