Asset 1SWN

د هند کرېکټ لیګ کې نن راجستان له ممبی سره لوبه کوي

d84fb7c2-1a45-4898-a566-e64deb5d3c77

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» سیالیو په لړ کې به نن دوشنبه، اپرېل ۲۲مه د ممبی انډیینز لوبډله له راجستان رویالز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ بجې د هند د جې‌پور په «سوای منسېنګ کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راجستان رویالز په خپل کوربه‌توب له ممبی انډیینز داسې مهال کوربه‌توب کوي چې یاده لوبډله د سیالیو جدول کې لومړی ځای لري.

راجستان لوبډلې روان لیګ کې تر دا مهاله اووه لوبې کړي چې شپږ یې ګټلي او یوازې یوه لوبه یې بایللې. رویالز دا مهال له شپږو بریاو ۱۲ امتیازونه لري.

ممبی انډیینز لوبډله چې روان لیګ یې دومره ښه نه‌وو، پیل کړی، وروستیو کې ښه ځلېدلې او له کړیو اوو لوبو یې درې ګټلې دي.

یاده لوبډله له درېوو بریاوو او څلور ماتو سره د سیالیو د جدول په اووم ځای کې شتون لري. ممبی انډیینز لوبډلې سره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی «محمدنبي» هم لوبه کوي.

د راجستان او ممبی اڼدیینز لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې ممبی انډیینز لوبډلې درې ځلې او راجستان هم دوه ځلې بریاوې خپلې کړې دي.

راجستان د ای‌پي‌اېل د سږني کال سیالیو کې ممبی انډیینز ته په خپل کور کې په شپږو وېکټو ماته ورکړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو په پرونۍ لوبو کې کلکته نایټ‌رایډرز لوبډلې رویال چلنجرز بنګلور او ګجرات ټایټنز بیا پنجاب کنګز ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام