Asset 1SWN

میدان وردګ کې له ۵۵۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

میدان

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په چک او مرکزي بهسودو ولسوالیو کې له ۵۴۵۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس وحید‌الله سلام‌وطندار ته وویل، د دوی د ریاست تر څار لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (NECDO) موسسې په تخنیکي همکاري په چک ولسوالي کې له ۳۵۵۳کورنیو او مرکزي بهسودو ولسوالي له ۱۸۹۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکې توکو مرسته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته (۵۰) کيلو اوړه، (۴.۵۵) ليټره غوړي، (۶.۲۵) کيلو دال، د ماشومانو د خوارځواکۍ او سوپرسریال توکي شامل وو.

په ورته مهال هغه کسان چې مرستي یې ترلاسه کړې خوښي څرګندوي، وایې، په مرسته شویو توکو یې دوامداره اقتصادي ستونزه نه‌شي، حلېدای او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې اړو کسانو ته دې دوامداره د کارکولو زمینه برابره شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري ددغه ولایت په نرخ او جلریز ولسوالیو کې په شاوخوا ۲۵۰۰ اړو او بې وزله کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام