په نیمروز ولایت کې د اسلامي امارت محلي مسوولان په دغه ولایت کې د خوړو نړیوال سازمان یا «WFP» د بشري مرستو له پیل څخه خبر ورکوي.

په نیمروز کې د اسلامي امارت د موسسو مسوول عبدالسلام هجرات وايي، په دغه ولایت کې یې د همکاره موسسو په مرسته څه باندې ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې وېشلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ دغه ولایت کې اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو بهیر زیات کړي.

په نیمروز کې د « OHA» دفتر ولایتي مسوول صدیق الله سېلاب وايي، د خوړو نړیوال پروګرام یا «WFP» سره په همغږۍ یې دغو کورنیو ته چې د بې‌وزلۍ، وزګارتیا، وچکالۍ او وروستیو جګړو له امله یې زیان لیدلی، مرستې وېشلي دي.

د هغه په وینا، دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال نخود او مالګه شاملېږي چې اړمنو کورنیو ته وېشل شوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یو‌شمېر دغه کورنۍ چې مرستې یې ترلاسه کړي وايي، دغه مرستې ورته بسنه نه کوي او ډېرو نورو بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه مرستې داسې مهال وېشل کیږي چې د خوړو نړیوال پروګرام څو موده وړاندې د افغانانو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

د خوړو نړیوال پروګرام د سروې پراساس، د افغانستان یوازې ۵ سلنه اوسېدونکي درېو وختونو کې بشپړو او باکیفیته خوړو ته لاسرسی لري.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام