Asset 1SWN

د میدان‌وردګ «مرکزي بهسودو» ولسوالي کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښت د خلکو شکایت

میدان‌وردګ-شفاخانه

د میدان‌وردګ د مرکزي بهسودو ولسوالي اوسېدونکي یاده ولسوالي کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو او درملو کمښت څخه د اندېښنې په څرګندونو سره وايي چې دې چارې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د مرکزي بهسودو ولسوالي یوه اوسېدونکي احمدجواد سلام‌وطندار ته وویل چې د دغې ولسوالي په روغتیايي مرکز کې د ښځينه متخصصو ډاکټرانو، درملو او د روغتیايي کارکوونکو د کمښت له امله ناروغان او ناروغ‌لرونکي له پراخو ستونزو سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړي له عامې روغتیا وزارت او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې مرکزي بهسودو ولسوالي کې یې خپل روغتیايي خدمات دوه برابره کړي او په دغه ولسوالي کې د روغتیايي مراکزو، ښځینه ډاکترانو او درملو د کمښت ستونزو به هواره کړي.

هغه وویل: «مرکزي بهسودو ولسوالي کې یو روغتیايي مرکز شتون لري چې هېڅ روغتیايي خدمات نه‌لري، حتا ډاکټران یې پېچکاري نه‌شي کولای، په دغه روغتیايي کلینیک کې یوه نارینه ډاکتر او یوه ښځينه ډاکتره دنده ترسره کوي. ډېری ناروغانو ته درمل له بازاره لیږي، ځکه چې په کلینیک کې درمل شتون نه‌لري او خلک د درملو د رانیولو وس او توان نه‌لري.»

همدارنګه د میدان‌وردګ یوه بل اوسېدونکي حفیظ‌الله تسل هم سلام‌وطندار ته وویل، لرو پرتو ولسوالیو کې د پخوا په پرتله د ښځینه ډاکترانو او درملو نشتون ستونزه دوه برابره شوې او ډېری کورنۍ خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز میدان‌ښار او کابل ته لېږدوي.

نوموړي په عامې روغتیا وزارت او نړیوالو بنسټونو غږ وکړ چې روغتیايي برخه کې د ستونزو هواري لپاره د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې پرمختللي او په روغتیایي خدمتونو سمبال روغتونونه فعاله کړي.

هغه وویل: «د میدان‌وردګ په لرو پرتو ولسوالیو او کلیو کې خلک روغتیايي خدماتو ته بشپړ لاسرسی نه‌لري. عام خلک او ناروغان له پراخو ستونزو سره مخ دي. د درملو کمښت، د ښځينه ډاکترانو او متخصصو ډاکترانو کمښت، د لویو لارو خرابوالی هغه څه دي چې د دغه ولایت اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخ کړي او دولت باید یادو ستونزو حل ته لارې ومومي.»

خو د میدان‌وردګ ځايي چارواکي وایي، د پخوا په پرتله د مرکز میدان‌ښار او ولسوالیو روغتیايي مرکزونو کې صحي خدمات لوړ شوي او د ولسوالیو په هر روغتیایي کلینیک کې ښځينه ډاکترانې او درمل شتون لري.

دوی وویل، هڅه کوي د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د یوشمېر کورنیو او نړیوالو بنستونو په مرسته ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې روغتیایي خدمات نور هم زیات کړي.

د میدان‌وردګ د والي ویاند وحیدالله سروري وویل: «ټولو ولسوالیو او کلیو کې ټول روغتيايي مراکز فعال دي مونږ هیڅ ډول ستونزه نه لرو، د ولسوالیو په ټولو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې ښځينه ډاکترانې او درمل هم شتون لري او په دې اړه ناروغان او ناروغ لرونکي هیڅ ډول ستونزه نه لري او که چیرې ستونزې پیدا شي مونږ هڅه کوو چې بې له ځنډ یادې ستونزې هوارې کړو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د میدان‌وردګ اوسېدونکي داسې حال کې لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو کمښت څخه شکایت کوي چې د دغه ولایت ګاونډ لوګر او غزني یوشمېر ولسوالیو کې هېڅ ښځينه متخصصه شتون نه‌لري او ښځينه ناروغانې له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام