Asset 1SWN

سلام وطندار

د ښځینه ډاکټرانو کمښت؛ لوګر یوازې دوه متخصصې ډاکټرې لري

Logar Provincial Hospital

د لوګر یو‌شمېر اوسېدونکې وايي چې دغه ولایت کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو د کمښت له امله ښځینه ناروغانې له ګڼو سونزو سره مخ دي.

دوی وايي چې د لوګر په ولایتي روغتون کې یوازې دوه متخصصې ډاکټرې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او د یاد ولایت ولسوالیو کې هېڅ ښځینه ډاکټره شتون نه‌لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د لوګر اوسېدونکې شکیلا وايي، د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له امله په ولسوالیو کې ډېری ښځې د ولادت او نورو ناروغیو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړې وویل: «موږ په ټول لوګر کې دوه ښځينه متخصصې ډاکټرانې لرو، هغه هم ۱۵ ورځې فعالیت کوي، په ازرې، خوښۍ او بره‌کي برک ولسوالیو کې هېڅ ښځينه متخصصې ډاکټرانې نه‌لرو او د دغه ولایت ښځینه ناروغانې له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»

د لوګر د بره‌کي برک ولسوالي یوې اوسېدونکې کریمې سلام‌وطندار ته وویل، د ښځینه ډاکترانو کمښت ستونزه د یاد ولایت په لرو پرتو ولسوالیو ، ازرې، خروار، بره‌کي برک او څرخ کې زیاتې لیدل کېږي.

نوموړې د عامې روغتیا څخه غواړي چې لوګر کې د ښځينه متخصصو ډاکټرانو سونزې ته رسېدنه وکړي او په هره ولسوالي کې لږ تر لږه دوه ښځینه متخصصې ډاکټرانې په دنده وګوماري.

هغې وویل: «په کلیوالي سیمو کې د ښځينه متخصصو ډاکترانو شتون ډېر زیات مهم ده. له بده مرغه باید ووایم چې دا ستونزې ډېرې زیاتې دي. مېرمنې له پراخو ستونزو سره مخ دي. ډېری مېرمنې خپلې ناروغۍ نارینو ته نشي ویلی، له عامې روغتیا وزارت او نړیوالې ټولنې مو هیله داده چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي.»

د لوګر د ولایتي روغتون رییس ډاکتر صدیق‌الله ستانکزي بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې په ولایتي روغتون کې دوه ښځينه متخصصې ډاکترانې دنده کوي چې دغه روغتون ته هم بسنه نه کوي.

هغه زیاته کړه، چې د ولسوالیو په روغتونونو کې هیڅ ښځینه متخصصه ډاکتره نه لري ځکه نو ډیری ناروغان ولایتي روغتون ته مراجعه کوي.

نوموړي وویل: «موږ د ښځينه ډاکترانو د تشکیلاتو برخه کې له ستونزو سره مخ یو. د ولایت په کچه دوه ښځینه متخصصې ډاکترانې دندې ترسره کوي، په میاشت کې هر یوه لس لس ورځې نوکریوالي کوي. موږ په میاشت کې لس ورځې د متخصصې ډاکټرې له نشتون سره مخامخ یو. ځینې ډاکتران زمونږ پل ټایم ۳۲ ساعته مسلسل دنده ترسره کوي.»

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان هم د ښځینه متخصصو ډاکترانو ستونزه تاییدوي، خو زیاتوي چې د اړوند وزارت د پالیسۍ له مخې یوازې ولایتي روغتون ته د ښځینه متخصصو ډاکترانو بستونه ورکړل شوي، خو دوی هڅه کوي په ولسوالیو کې هم د شته ستونزې د حل لپاره حل لاره ولټوي.

هغه وویل: «عامې روغتیا وزارت د پالیسي له مخې د ولسوالیو او کلیو په کچه په روغتونونو او کلینکونو کې ښځينه متخصصې ډاکټرانې نشته، د ولایت په کچه په ولایتي روغتون کې دوه ښځینه متخصصې ډاکټرانې لرو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د لوګر ترڅنګ په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د ښځینه متخصصو ډاکترانو نشتون له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ډېری وختونه د عامي روغتیا وزارت څخه په یاده برخه کې د شته ستونزو د حل غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام