Asset 1SWN

پکتیکا کې د روغتونونو او ښځینه ډاکټرانو له نشتون د خلکو شکایت

IMG_4277

د پکتیکا روغتیايي مسوولان او اوسېدونکي وايي چې د تېرو شلو کلنو پر مهال دغه ولایت له پامه غورځول شوی او د نورو بېلابېلو ستونزو ترڅنګ روغتیا برخه کې ورته پام نه دی شوی.

د دوی په وینا، د پکتیکا د ۲۴ ولسوالیو څخه یوازې دوه ولسواليو «ارګون او خیرکوټ» کې روغتونونه فعال دي چې ناروغانو ته په معیاري توګه خدمتونه نه وړاندې کړي. د پکتیکا مرکز ښرنه هم یوازې یو روغتون لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، دغه ولایت روغتیا برخه کې په لویه کچه له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د پکتیکا د عامې روغتیا رییس ډاکټر حکمت‌الله عصمت سلام‌وطندار ته وویل چې دې ولایت ته د تېرو کلنو پر مهال نه د وخت حکومتونو او نه هم نړیوالو روغتیایي مرستندویه ادارو کار کړی دی.

نوموړي وویل: «اوس هم موږ د صحت برخه کې البته د خدماتو برخه کې په ډېره لوړه اندازه محرومیت لرو، په ټوله پکتیکا کې چې څلرویشت اداري واحده دی، موږ درې روغتونه لرو چې هغه هم د کیفیت او مهایت په لحاظ په ډېره ټیټه کچه دي. تاسو فکر وکړئ چې په څلرویشت اداري واحدونو کې به دا درې روغتونونه کله دا د دولس لکه انسانانو د خدمت لپاره لکه څنګه چې لازمه وي هغسې خدمات به وړاندې کړي.»

د پکتیکا د مرکز ښرنې د ۱۵۰ بیستریز روغتون رییس محمدیحی وایي، یاد روغتون ته د ورځې له ۷۰۰ تر ۹۰۰ ناروغان مراجعه کوي، خو په وینا یې، یاد روغتون کې د ناروغانو شمېر ته په کتو روغتیايي امکانات او خدمات لږ دي.

په ورته وخت کې بیا د پکتیکا مرکز ښرنې روغتون ته د ناروغانو سره راغلي پیوازان وایي، په ولسوالیو کې یې د روغتون نشتون له امله اړ دي چې په سختو او خرابو لارو په ساعتونو مزل کوي او خپل ناروغ مرکز ښرنې روغتون ته راوړي.

د ګومل اوسېدونکي شامیرخان وویل: «د پکتیکا د ګومل ولسوالي یم، هلته نه کلینکونه شته، نه مردانه ډاکټر شته او نه هم زنانه ډاکټرې شته. موږ دلته په ډېر زحمت سره مریض رارسوو، څلورنیم ساعته مزل دی. بیا خټې او واوره وي، موټر نه وي د کرایې یو موټر پنځلس تر شل زرو پورې روپۍ کرایه له موږ اخلي. بیخي هلته کلینکونه نشته له موږ سره دې کمک وشي چې هلته په ولسواليو کې کلینکونه جوړ شي، ډاکټرې راشي، ډاکټران راشي.»

په همدې حال کې د برمل ولسوالي اوسېدونکي حلیم‌خان سلام‌وطندار ته وویل چې سیمه کې یې روغتونونه نشته او اړ شوی چې خپل ناروغ ښرنې ته راولي.

هغه وویل: «هلته چې کوم روغتون دی په هغه کې داسې ښځینه داکټرې نشته چې زموږ زنانه ته هلته عملیات وکړي، نو موږ چې له هغه ځای نه راځو بیا اته یا نهه ساعته مزل دی، لاره خامه ده او نقصان زیات کیږي. دلته هم چې کومو هوټلونو کې یو خرچه بیخي زیاتېږي. موږ د دې په وجه له لوی زیان سره مخ یو، موږ له حکومت او ادارو نه غواړو چې هلته سم ډاکټران راشي. ډاکټرانې راشي چې هلته زموږ د ناروغانو عملیات وکړي او موږ ته بیا دا تکلیفونه جوړ نشي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیکا د روغیتا ریاست د معلوماتو له مخې، د مرکز ښرنې روغتون څه موده وړاندې له ۷۵ بستره ۱۵۰ ته لوړ شوی، خو د عامې روغتیا وزارت له‌خوا هغه امکانات چې اړین دي، دغه ریاست ته نه تراوسه نه دي ورکړل شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام