Asset 1SWN

پکتیکا کې د بې‌ځایه شویو ستونزې؛ «د یخنۍ له امله مو هره ورځ ماشومان مري»

9a966ed5-1cb2-47b6-b744-22e8e956045a

پکتیکا کې یوشمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ وایي، روان سوړ ژمي کې د اوسېدو لپاره سرپناه نه‌لري او زیاتره هغوی خیمو او د ځمکې لاندې تل‌خونو کې ژوند کوي چې سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي چې ډېری بې‌ځایه شوي د ګیان او برمل ولسوالیو اړوند دي چې تېر اوړي کې د زلزلې له امله یې کورونه نړېدلي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغوی په وینا، ماشومانو او ډېر عمرلرونکي کسان یې د سړې هوا له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي او ځینو هغو یې ان ژوند له لاسه ورکړی.

یوه بې‌ځایه میراخان وویل: «دلته سختې ناروغۍ لګېدلې، هره ورځ څلور یا پنځه ماشومان او سپین ږیري موږ د ساړه له امله له لاسه ورکوو. دې خلکو ته چې کومه طریقه جوړه نشي، له نورو مشکلاتو سره هم مخ کیږي، دلته ډاکټران نشته کلینکونه نشته، دلته د هر شي ضرورت دی، خلک مشکل سره مخ دي، هغه بله ورځ زما تره هم د سړو او مشکلاتو له وجې په حق ورسېده او نور ماشومان هم په حق ورسېدل.»

د بې‌ځایه شویو د کورنیو غړي زیاتوي چې د سرپناه نه‌لرلو ترڅنګ، د خیمو ګرمولو لپاره سوند توکي هم نه‌لري.

ارګون ولسوالي ته بې‌ځایه شوی حکیم وایي، سره له دې چې روغتیايي مرکزونه یې د اوسېدو له ځایونو لرې دي او د واورو له امله په اساني ناروغان نه‌شي ور رسولی، دغو کلینکونو کې درمل او نورې اسانتیاوې هم کمې دي.

نوموړي وویل: «دلته اکثره ماشومان پر سینه بغل او نورو ناروغیو اخته شوي باید د روغتیا برخه کې مرسته وشي. خلک سرپناه نه‌لري، بارانونه او واورې دی، عاجلې مرستې باید وشي.»

 د پکتیکا ولایتي مسولان وایي، تېرو ۷ میاشتو کې د طبیعي پېښو له امله ۳ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي چې اوس دې سخت ژمي کې د خوراکي، سون توکو او روغتیا برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

د پکتیکا د ولایت ویاند مولوي ثناالله معصوم هغه ادعاوې رد کړې چې ژمي کې دې د سړې هوا له امله د بېځایه شویو کورنیو کوم غړي ژوند بایللی وي.

هغه وویل: «تقریبا ۳۰۰۰ زره داخلي بې‌ځایه شوي لرو، دې وروستیو زلزلو او سېلابونو له امله او ۴۰۰ کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو هم راستنې شوې دي. تر دې وخته زموږ سره همدا ارقام ثبت ديږ دغه لیستونه او ارقام موږ ځینې خیریه بنسټونو او هغو موسساتو ته چې دلته توزیعات او سروې ګانې لري، موږ هغوی ته ورکړي هغوی ژمنه کړې چې موږ به له دوی سره مرسته کوو ځینې اولیه ضروری شیان ورته رسېدلې هم دي، خو طبیعی خبره ده چې ژمي په راتګ به ستونزې او مشکلات دوی لري.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د مسولانو په خبره، دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ مرکز ښرنه او ارګون، یوسف‌خېل او مټاخان ولسوالیو کې مېشتې دي چې زیاتره یې سرپناه او نورو مرستو ته جدي اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام