د هلمند لښکرګاه ښار کې له جګړې بې‌ځایه شوې کورنۍ د ياد ولایت مقام مخې ته راټولې شوي او خپلې کډې يې دلته پر عام سړک اچولې دي چې په دې سړو شپو کې یې ماشومان او ښځې له سخت حالت سره مخ دي.

دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، مرستې ورسره نه دي شوي او ډېرې کورنۍ له لوږي سره مخ دي.

د بې‌ځایه شویو د کورنیو غړي وايي، که مرسته ورسره نه کېږي نو د دوی سیمي دې امن شي، څو بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.

په ورته وخت کي د هلمند ولایتي شورا ریيس عطا الله افغان وايي، ډېری بې‌ځایه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي او په بېړني ډول باید ورسره مرسته وشي.

افغان وايي، عمومي لارې هم تړلې دي او د بې‌ځایه شويو کورنیو ترڅنګ مېشت ښاریان هم له ستونزو سره مخ دي.

خو د هلمند د کډوالو چارو ریيس محمد رامین وايي، په لښکرګاه کې څلور د سروې ټيمونه کار کوي، ترڅو اړمنې کورنۍ په نښه او مرسته ورسره وکړي.

محمد رامین زیاتوي، تر اوسه يې له ۵۰۰ ډېرو کورنیو سره مرستې کړي خو وايي، بې‌ځایه شوي ډېر دي او دوی ورته پر وخت نه‌شي رسېدلای.

د دې ترڅنګ د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو د دوام خبره کوي او وايي، که څه هم ځینې امنیتي پوستې دولتي ځواکونو بېرته نیولي؛ خو اوس هم په درېیمه امنیتي حوزه بولان ، ناوې او نادعلي ولسوالیو ، چاه انجیر او د هلمندـ کندهار پر عمومي لارې عملیات روان دي.

نوموړی وايي، تېره شپه د هوايي او ځمکنیو بریدونو پرمهال ۲۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نور يې ټپیان دي. د ځواک په خبره، له طالبانو سره د جګړې پرمهال یو افغان سرتېری وژل شوی او درې نور يې ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند چارواکي ډاډ ورکوي چې له لاسه وتلې سیمې بېرته نیسي؛ خو د هلمند اوسېدونکي د عملیاتو پر روان بهیر نیوکه کوي او وايي چې له ۱۵ ورځو په تېرېدو لا هم امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې د لښکرګاه ښار په څلورمه او درېیمه امنیتي حوزه کې جګړې پای ته ورسوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام