پکتیا کې د تېرو جګړو او د سږکال اورښتونو له امله د مرکز ګردېز په ګډون بېلابېلو سیمو ته شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي چې د ژمي په رارسېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ګردېز ښار یوه څنډه کې د «رباط» په نوم سیمه کې د بې‌ځایه شویو کمپ کې شاوخوا ۳۵۰ کورنۍ اوسېږي چې د دغو کورنیو وینا، تراوسه ورسره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

طالب‌ګل چې د «رباط» کمپ کې مېتش دی سلام‌وطندار ته وایي، کله چې د موسساتو کسان ورشي، د مرستو لپاره یوازې د پنځو یا لسو کورنیو نومونه ولیکي او پاتې سلګونه کورنیو سره مرستې نه‌کېږي. نوموړي وویل، سرپناه نه‌لري او د څښاک د پاکو اوبو د کمښت سره هم مخ دي.

طالب‌ګل وویل: «دغه کمپ کې درې نیم سوه کورونه اوسېږي. دې کې داسې خلک شته چې د بېګاه او سبا لپاره څه نلري. دا پاکه ایماني خبره ده. دا مرسته ولیکي بیا څوک نه وي کله چې راشي، بیا درې یا پنځه نفره ولیکي هغه بله ورځ یې لس یا پنځه نفره یې ولیکل خلک یې په جنجال اړولي. نیم پاتې شي نیم ولیکي بیا چې لاړ شي بیا مو ولا که مرستې په سترګو لیدلې وي.»

لال بي‌بي هم یوه له بې‌ځایه شویو څخه ده او د مرکز ګردیز د «رباط» کمپ کې اوسېږي. هغه د ژمي رارسېدو ته اندېښمنه ده او وایي، د سوند توکيو پېرلو او د ماشومانو د ناروغیو د درملنې لپاره پیسې نه‌لري. لال بي‌بي بې‌ځایه شویو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو د عاجلو مرستو غوښتنه کوي.

نوموړې وویل: «نه مړۍ شته نه لرګي. یوه روپۍ په لاس کې نه‌لرو، مریضان یو، تل مې فشار جګ وي، له خفګان نه لاس کې مې هېڅ څه هم نشته. ژمی راروان دی، رنځور پېښېږي. غوښتنه مو دا ده چې که پیسې راکړي، د ژمي لپاره به لرګي واخلو، اوړه به واخلو، خرڅ خوراک به واخلو.»

بل‌خوا د پکتيا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس صابرګل مصلح وايي، دغه ولايت کې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ د تېرو جګړو او طبیعي پېښو له امله بې‌ځايه شوي چې نږدې ۵۰۰ یې بېرته خپلو سيمو ته ستنې شوې دي.

نوموړی تاییدوي چې بې‌ځایه شوې کورنۍ دامهال ګڼو ستونزو سره مخ ديؤ خو ډاډ ورکوي چې مرستندویه ادارو سره تفاهم ته رسېدلي او دغو کورنیو سره به مرستې کوي.

هغه وویل: «خلک ستونزو سره مخ دي، خوارکي او غیرخوراکي توکي نه‌لري. د ډېرو خلکو کورونه په مکمل دول تخریب شوي. جګړو او اورښتونو د خلکو کورنه تخریب کړي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د پکتیا د ولایتي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، تېرو لسو میاشتو کې له بهرنیو هېوادونو څخه شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ هم بېرته دې ولایت ته راستنې شوې چې د دوی او اړوند مرستندویه ادارو له‌خوا ورسره لازمې مرستې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام