افغانستان ته د مرستو راټولولو په موخه په سویس کې د ملګرو ملتونو، انګلستان، المان او قطر په کوربه‌توب په جوړې شوې ناسته کې افغانانو سره د مرستې لپاره ۲.۴ میلیارده ډالر راټول شوي دي.

دغه ناسته د «افغانستان کنفرانس ۲۰۲۲» تر عنوان لاندې پرون د سویس په جېنوا ښار کې جوړه شوې وه او شاوخوا د ۴۱ سازمانو استازیو په‌‌کې ګډون کړی وو. د اسلامي امارت کوم چارواکی دغې ناستې ته نه‌وو وربلل شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش له نړیوالې ټولنې د افغانستان لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

په یاده ناسته کې د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو له امله د ملګرو ملتونو له‌خوا د غوښتل شویو پیسو د نیمايي برخې د ورکړې ژمنه شوې ده.

په دغه ناسته کې بریټانیا له افغانستان سر د ۲۸۶ میلیونه پونډه، امریکا د ۲۰۴ میلیون ډالرو، اروپايي ټولنې د ۱۱۳ میلیون یورو، ناروې ۸۰ میلیونه ډالر ، قطر د ۲۵ میلیون او کویټ د ۱۰ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده. پاکستان بیا په دغه ناسته کې له افغانستان سره د نغدو پيسو د ورکړې ژمنه نه ده کړې.

مرستندویه هېوادونو ویلي چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو سازمانونو ته ورکول کېږي او هېڅ‌کله به د اسلامي امارت جېب ته نه ځي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په یاده ناسته کې د خپلو خبرو پرمهال افغانستان کې د وژونکي وضعیت پر مخنیوي ټينګار وکړ او د اسلامي امارت له لوري د ښوونځیو پر تړل کېدو یې نیوکه وکړه.

دا مهال د افغانستان ۲۴ میلیون نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه افغانستان د نړۍ یو تر ټولو بد بحران یادوي.

ګوترېش په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان ۹۷ سلنه خلک بشپړ خوراکي توکي نه لري او کابو ۹ میلیونه یې له وچکالۍ سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي همداراز زیاته کړې چې مرستندویه هېوادونه باید افغانستان په داسې سختو شرایطو کې یوازې پرې نه‌ږدي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام