په دوحه کې د طالب ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړمه شپه له ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.

هغه وايي، په دې لیدنه کې د دوحې هوکړې د ټولو مادو پر عملي کېدو خبرې شوي او دواړو لوریو پر خپلو ژمنتیاوو ټینګار کړی دی. د نوموړي په وینا، په یاده لیدنه کې یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.

خو د چارو شنونکي او ځینې پخواني طالب چارواکي وایي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ او ځینو نورو مسایلو په اړ د امریکا او طالب ډلې ترمنځ له پخوا خبرې روانې دي او تر ډېره دا ستونزه حل شوې هم ده.

د چارو شنونکی محب‌الله شریف وایي، طالب ډله به له خپل ټینګار سره سره هغه څه مني چې معقول او پر منطق برابر وي.

د نوموړي په وینا، په کم وخت کې د ټولو مسایلو حل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پایلې، د پردې تر شا د سټراټېژیکو موخو خوندیتوب او د ترهګرۍ پر وړاندې د شعارونو اصلي مفهوم هغه موارد دي چې دواړه لوري به بالاخره جوړجاړي کولو ته اړ کړي.

شریف زیاتوي، امریکا له طالبانو سره د داسې موضوعاتو منلو ته چمتو ده چې د دې ډلې سیاسي اړخ پرې سم شي او د خپلو جنګیالیو پر وړاندې له ماتې سره مخامخ نه‌شي، خو په خبره یې، طالبان به یې هم په بدل کې شرایطو ته په کتو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع مني.

یو پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا بیا وایي، امریکا له طالبانو سره هوکړه کړې چې تر مې میاشتې پورې به افغانستان پرېږدي او په وینا یې، اوس یې تخنیکي ستونزې پلمه ګرځول سم نه دي.

هغه وايي، طالبان اړ دي چې سولې ته غاړه کېږدي او که امریکا مغرضانه اقدامات ونه کړي، ښايي د دواړو لوریو ترمنځ شته ستونزه حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ هغه راپورونه هم رد کړل چې امریکا په افغانستان کې له درېوو نه تر شپږو میاشتو پورې د خپل حضور د دوام موضوع له دې ډلې سره شریکه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام