Asset 1SWN

نن ای‌پي‌اېل کې کنګز د کنګز پر وړاندې لوبېږي

a8c12584-6e69-4f31-8e40-9d8404b83422

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ترڅ کې نن د دغه لیګ په ۵۰مه لوبه کې چینای سوپر کنګز لوبډله له پنجاب کنګز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن چهارشنبه، د هند د چینای په «ام‌اې چېډمبارام کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چینای سوپر کنګز او پنجاب کنګز لوبډلو تراوسه په روان لیګ کې ۹-۹ لوبې کړي چې چینای بیا ډېرو بریاوو سره له پنجاب مخکې دی.

چینای سوبر کنګز له کړیو نهو لوبو څخه پنځه ګټلي او څلور یې بایللې دي. یاده لوبډله په لسو امتیازونو د سیالیو جدول په پنځم ځای کې شتون لري.

یادې لوبډلې خپله تېره لوبه کې په خپل کوربه‌توب پیاوړې سنرایزرز حیدراباد لوبډله ماته کړه.

بل‌خوا پنجاب کنګز لوبډله چې تېره سیالي کې یې ښکلې لوبه وکړه، دغه لیګ کې له کړیو نهو سیالیو درې ګټلي او پاتې یې بایللې دي.

دغه لوبډله د سیالیو د جدول په اتم ځای کې شتون لري. د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې پنجاب پیاوړې ښکاري او څلور ځله یې دې لوبډلې ته ماته ورکړې او چینای هم یو وار بری خپل کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هند کرېکټ غوره لیګ په بېګانۍ لوبه کې لکناو سوپر جاینټز لوبډلې ممبی انډیینز ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام