Asset 1SWN

مببی انډیینز نن ای‌پي‌اېل لیګ کې له پنجاب کنګز سره لوبه کوي

2db1d974-0daf-42e1-b1f9-5b032f761bf8

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» کې نن د ممبی انډیینز کرېکټ لوبډله د پنجاب کنګز له لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن «پنج‌شنبه، اپرېل ۱۸مه» د هند د مولان‌پور په «مهاراجا یډفنډرا سېنګ کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دواړو لوبډلو تر دې مهاله روان لیګ کې شپږ لوبې کړي چې یوازې دوه-دوه یې ګټلې دي. پنجاب کنګز لوبډله په دوو بریاوو او څلور ماتو سره د جدول په اتم ځای کې شتون لري.

د ممبی انډیینز لوبډله بیا د جدول نهم ځای خپل کړی او له شپږو سیالیو یې، دوه ګټلي او څلور یې بایللې دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو شل اووره سیالیو کې پنجاب کنګز لوبډلې درې ځلې بریا خپله کړې او ممبی هم دوه ځلې پنجاب کنګز ماته کړی دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی محمدنبي هم له ممبی انډیینز لوبډلې سره لوبېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په ترڅ کې بېګاه ډیلي کپېټلز په یوې په زړه پورې لوبه کې د راشدخان ګجرات ټایټنز ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام