د سلام‌وطندار موندنې؛ مطالعې ته د نجونو «انګېزه» کمه شوې

سلام‌وطندار له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه له راګرځول شویو ۳۰ نجونو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د یادو نجونو ترمنځ د «کتاب لوستلو» انګېزه د پام وړ کمه شوې.

د مرکو پرمهال ۱۷ نجونو ویلي چې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه تر راګرځولو وروسته یې د کتاب لوستلو ته انګېزه نه‌لري او له کتابونو سره یې مخه ښه کړې.

هرات کې ډاکټرانې: ۷۵سلنه کلیوالې ښځې د «تخمدان کیست» پر ناروغۍ اخته دي

هرات کې د نسايي-ولادي برخې یو‌شمېر ډاکټرانې وايي، د دغه ولایت د لروپرتو سیمو په مېرمنو او نجونو کې د «تخمدان کیست» ناروغي د پام وړ پراخه شوې. په ورته مهال هرات کې یو‌شمېر کلیوالي مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي، د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال له طبي وسایلو استفاده د کورنیو د دودونو او باورونو له امله ممنوع ده.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې راتلونکې «‌شنبه، غویي لومړۍ نېټه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (پنج‌‌شنبه، د وري ۳۰مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

نیوزیلنډ نن له پاکستان سره د شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې نن د پاکستان په کوربه‌توب د دغه هېواد د کرېکټ له ملي لوبډلې سره د شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن پنج‌شنبه، اپرېل ۱۸مه د پاکستان د «راولپنډۍ په کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

مببی انډیینز نن ای‌پي‌اېل لیګ کې له پنجاب کنګز سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» کې نن د ممبی انډیینز کرېکټ لوبډله د پنجاب کنګز له لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن «پنج‌شنبه، اپرېل ۱۸مه» د هند د مولان‌پور په «مهاراجا یډفنډرا سېنګ کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.