Asset 1SWN

نیوزیلنډ نن له پاکستان سره د شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي

g4etc95o_team-pakistan-afp_625x300_17_April_23

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې نن د پاکستان په کوربه‌توب د دغه هېواد د کرېکټ له ملي لوبډلې سره د شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن پنج‌شنبه، اپرېل ۱۸مه د پاکستان د «راولپنډۍ په کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان په کوربه‌توب د پنځو شل اووره سیالیو کېدونکې دغه لړۍ به د پاکستان په راولپنډۍ او لاهور ښارونو کې ترسره شي.

د یادې شل اووره لوبلړۍ لومړۍ درې لوبې په راولپنډۍ او وروستۍ دوه سیالي به په لاهور ښار کې وشي. دواړو لوبډلو لا له وړاندې دې لوبلړۍ ته د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی چې نیوزیلنډ دې سیالیو ته تر ډېره ځوان لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورکړی دی.

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې ډېری لوبغاړي په ای‌پي‌اېل لیګ کې پر لوبو بوخت دي او له همدې امله نویو لوبغاړو ته لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.

پاکستان بیا د ځوانو لوبغاړو ترڅنګ محمدعامیر چې له کرېکټ یې د مخه ښه اوازې خپرې شوې وې، یو ځل بیا لوبډلې ته راوستل شوی دی.

عماد وسیم هم چې له ډېر وخت راهیسې په لوبډله کې د نه لوبېدو له امله پر کرېکټ بورډ نیوکې کولې، د نیوزیلنډ پروړاندې لوبډله کې اخیستل شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یو‌شمېر نور ځوان لوبغاړي چې د دغه هېواد په کورني کرېکټ او سوپر لیګ کې ښه لوبېدلي، د لوبډلې برخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام