Asset 1SWN

د پاکستان کرېکټ «سوپر لیګ» نهم پړاو سیالي نن پیلېږي

PSL-2024-Captains

ټاکل شوې چې د پاکستان کرېکټ «سوپر لیګ» شل اووره سیالي نن شنبه د فبرورۍ ۱۷مه د دغه هېواد په لاهور ښار کې پیل شي.

د یاد لیګ په لومړي لوبه کې به لاهور قلندرز له اسلام‌اباد یونایټډز سره لوبه وکړي. دغه سیالي به نن شپه ۷:۳۰ بجې د لاهور په «قذافي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه لیګ کې ټول‌ټال شپږ لوبډلې «پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام‌اباد یونایټېډ او کراچي کېنګز ګډون لري چې د یوه بل پر وړاندې به لوبې وکړي.

د پاکستان کرېکټ «سوپر لیګ» نهم پړاو سیالي به د روانې فبرورۍ میاشتې له ۱۷مې پیل او د مارچ تر ۱۸مې به دوام وکړي.

د یاد لیګ تېر پړاو اتلولي لاهور قلندرز لوبډلې ګټلې او سږکال به له خپلې اتلولي دفاع کوي. افغان ستوری راشدخان چې د لاهور قلندرز لوبډلې له پیاوړو لوبغاړو شمېرل کېږي، سږکال به دغو سیالیو کې د ټپ له امله ونه‌لوبېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

همداراز ځینې نور افغان لوبغاړي هم د یاد لیګ د لوبډلو له لوري اخیستل شوي چې سږکال به د یاد لیګ د سیالیو برخه هم وي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام