Asset 1SWN

ګوجرات ټایټنز او چینای سوپر کنګز نن د ای‌پي‌اېل لیګ پای‌لوبه کوي

360516

ګوجرات ټایټنز او د چینای سوپر کنګز لوبډلې نن د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل په پای‌لوبه کې د یوه بل پر وړاندې لوبېږي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۶:۳۰ بجې د احمداباد په نرېندرا مودي نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چینای سوپر کنګز او ګوجرات ټایټنز لوبډلې له دې وړاندې په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې هم سره مخ شوې وې چې کنګز لوبډلې د ۱۵ منډو په توپیر ټایټنز ته ماته ورکړې وه.

ګوجرات ټایټنز لوبډلې په دویمه کوالېفای یا نیمه پای‌لوبه کې ممبی انډیینز ته په همدغه لوبغالي کې ماته ورکړه او پای‌لوبه ته ووتله.

چینای سوپر کنګز لوبډلې څلور ځلې د ای‌پي‌اېل لیګ اتلولي ګټلې او ګوجرات ټایټنز بیا یوازې تېر کال د دغه لیګ اتلولي وګټله.

که چینای لوبډله د نن ورځې پای‌لوبه کې بریا خپله کړي، د پنځم ځل لپاره به د ای‌پي‌ېل لیګ اتله شي او له ممبی انډیینز سره به د یاد لیګ اتلوليو کې سره مساوي شي.

ګوجرات ټایټنز لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او نوراحمد هم لوبېږي چې په ډېرو سیالیو کې یې دغه لوبډله بریا ته رسولې ده. راشدخان دا مهال د روان ای‌پي‌اېل لیګ دویم وېکټ اخیستونکی لوبغاړی دی چې له محمدشمي وروسته یې په ۱۶ لوبو کې ۲۷ وېکټې اخیستي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

محمدشمي هم چې په ګوجرات ټایټنز لوبډله کې لوبېږي، ۲۸ وېکټې لري او تر ټولو مخکښ توپ‌اچوونکی دی. موهېت شرما بیا ۱۳ لوبو کې ۲۴ وېکټې اخیستي او درېیم ځای کې دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام