Asset 1SWN

پنجاب کنګز نن ای‌پي‌اېل لیګ کې له راجستان رویلز سره لوبه کوي

A-19

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ماښام پنجاب کنګز لوبډله له راجستان رویلز سره د سیالي ډګر ته ځي. ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام د درامشالا په هېماچا پراډېش کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

په روان ای‌پي‌اېل لیګ کې دا د پنجاب کنګز او راجستان رویلز لوبډلو وروستۍ او ۱۴مه سیالي ده چې ګټونکې لوبډله به یې د مخته تلو لپاره یوې معجزې ته اړتیا ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پلې اف یا نیمه پایلو کې د لوبېدو لپاره تر ډېره د دواړو لوبډلو چانس لرې برېښي، خو ځینې لوبډلې خپلې وروستۍ لوبې وبایللي، بیا به هر څه رنزرېټ ته پاتې شي.

راجستان رویلز لوبډله یو بیا د تېر کلونو په څېر خپلې وروستۍ ډېری لوبې وبایللې او دا مهال په ۱۴ امتیازونو سره د جدول په شپږم ځای کې شتون لري.

پنجاب کنګز لوبډله بیا په ۱۲ امتیازونو سره د جدول په اتم ځای کې شتون لري چې مخته تګ یې خورا ستونزمن دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بېګاه شپه د یادو سیالیو په لړ کې رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې په یوې په زړه پورې سیالي کې سنرایزر حیدراباد ته ماته ورکړه او د جدول څلورم ځای ته پورته شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام