د کرېکټ شل اووره نړیوال جام د لومړي پړاو سیالیو له «بي» ګروپ څخه وېسټانډیز له یوې په زړهپورې لوبې وروسته زمبابوې ته په د ۳۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
په دغه سیالي وېسټانډیز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې جوړې کړې.
د وېسټ انډیز لپاره توپوهنه کې جانسن چارلېس تر ټولو زیاتې ۴۵ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې که څه هم زمبابوې لوبډلې بهترینه لوبه پیل کړه، خو په وروستیو کې یې یو پر بل پسې وېکټې له لاسه ورکړې او ټوله لوبډله په ۱۸.۲ اوور کې په ۱۲۲ منډو وسوځېده.
وېسټانډیز د دې لوبې په ګټلو سره د اسټرالیا په کوربهتوب د روان شل اووره نړیوال جام بل پړاو ته د لارموندنې هیلې ژوندۍ کړې.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی الزاري جوزېف ونومول شو چې په څلور اورونو کې یې د ۱۶ منډو په بدل کې د زمبابوې څلور لوبغاړي سوځولي و.