د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په خپل کوربهتوب، د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره نن «پنجشنبه، کب ۱۷مه» د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د عربي متحده اماراتو په «شارجه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
سلاموطندار پر فېسبوک وڅارئ
افغانستان د یو ورځنیو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړی چې ځینې ځوان لوبغاړي هم پهکې لیدل کېږي.
الله محمد غضفر، ننګیالی خروټی او بلال سمېع هغه لوبغاړي دي چې تازه د ایرلنډ پر وړاندې سیالیو ته رابلل شوي دي.
ایرلنډ لوبډلې هم د پاول سټرنګ په لوبډلمشرۍ کې د افغانستان لپاره د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړې ده.
افغانستان له ایرلنډ سره په وروستیو مخ شویو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې څلور ځلې بریا خپله کړې او یوازې یوه لوبه یې بایللې ده. ایرلنډ لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ وړاندې افغانستان ته په یوازینۍ ټسټ لوبه کې هم ماته ورکړه.