Asset 1SWN

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره لوبه کوي

11111111

د افغانستان د کرېکت ملي لوبډله نن په سریلانکا کې په خپل کوربه‌توب د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره لومړۍ یو ورځنۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن سه‌شنبه د زمري ۳۱مه د سریلانکا د همبانټوټا په «ماهېنډا راجاپاکسا نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي. دغه لوبه به د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو پرون دوشنبه ماښام د یادې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ جام نندارې ته وړاندې کړ او ورپسې یې په یوې خبري ناسته کې د خبریالانو پوښتنې هم ځواب کړې.

د افغانستان د کرېکټ بورډ پر وېب‌پاڼه په بېلابېلو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د افغان لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي پاکستاني لوبغاړو ته «کندهارۍ غاړې» هم ډالۍ کړې دي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان له پاکستان سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کوي. افغانستان له دې وړاندې یو ورځنیو سیالیو کې څلور ځله له پاکستان سره مخ شوی چې ټولې لوبې پاکستان ګټلې دي.

افغانستان د روان میلادي کال په جون میاشت کې بیا له پاکستان سره د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ وګړه چې ۲-۱ افغانستان وګټله.

بل‌خوا پاکستان په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې څلور لوبې ګټلي او یوه یې بایللې ده. افغانستان خپلو وروستیو پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې دوه ګټلي او درې یې بایللې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان او پاکستان د یادو سیالیو له لپاره مخکې له مخکې د خپلې لوبډلې نوملړ اعلان کړی چې ملي لوبډله به د حشمت‌الله شاهیدي او د پاکستان لوبډله به د بابر اعظم په لوبډلمشرۍ کې لوبغالي ته ښکته شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام