Asset 1SWN

افغان کرېکټ بورډ د بنګلدېش پر وړاندې ټسټ لوبې ته لوبډله اعلان کړه

Afghanistan

د افغانستان کرېکټ بورډ د بنګلدېش پر وړاندې یوازینۍ ټسټ لوبې لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په اعلان شوې لوبډله کې یو‌شمېر ځوانو او کورني کرېکټ کې ځلېدو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په اعلان شوې لوبډله کې حشمت‌الله شاهدي لوبډلمشر، رحمت‌شاه زرمتی «مرستیال لوبډلمشر»، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، اکرام علي‌خېل «وېکټ ساتونکی»، بهیرشاه محبوب، افسر ځاځی، ناصر جمال، اظهار الحق نوید، کریم جنت، ظاهر خان، حمزه هوتک، ابراهیم عبدالرحیمزی، یمین احمدزی او نجات مسعود شامل دي.

خو لوبډله کې د راشدخان، نوراحمد او نورو مهمو لوبغاړو د نه اخیستلو په اړه د افغانستان کرېکټ بورډ څه نه دي ویلي. راشدخان یوازینی هغه لوبغاړی دی چې د افغان لوبډلې په بریاوو کې مهمه ونډه لري.

په احتیاطي لوبغاړو کې بیا بیا عظمت‌الله عمرزی، نورعلي ځدراڼ، ضیاالرحمن اکبر او سیداحمد شېرزاد اخیستل شوي دي. کرېکټ بورډ ویلي چې نویو لوبغاړو ته یې په کورني کرېکټ کې د ښو سیالیو له امله ټسټ لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړی دی.

تصویر: کرېکټ بورډ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به د روانې جون میاشتې په ۱۴مه نېټه د بنګلدېش د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د دغه هېواد د پلازمېنې ډهاکه په شېربنګله لوبغالي کې یوازینۍ ټسټ لوبه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

افغانستان تراوسه یوازې پنځه ټسټ لوبې کړي چې دوه یې ګټلي، دوه یې بایللي او یوه یې مساوي پای‌ ته رسېدلې ده. ټسټ لوبو کې د افغان لوبډلې یوه بریا د همدې بنګلدېش لوبډلې پر وړاړندې ده چې په ۲۰۱۹ کال کې شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام