متقي: د پاکستاني چارواکو او ټي‌ټي‌پي ترمنځ منځګړتوب پایله نه لرله

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن ملت ته د دولت حساب‌ ورکولو په غونډه کې وویل، دوی په پاکستان کې د سولې راتلو په موخه څو ځله د دغه هېواد د چارواکو او ټي‌ټي‌پي ترمنځ منګړتوب کړی، خو په خبره یې، دغو هڅو د پاکستان په کابینه کې د بدلون راتلو له کبله پایلې نه‌دي لرلي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان: ۷۰ سلنه افغانان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي

په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا په زیاتېدو سره د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM له اندېښنې سره هم‌مهاله د کابل یوشمېر اوسېدونکو چې په تېرو دوو کلونو کې یې دندې له لاسه ورکړي او اوس له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي، سلام‌وطندار ته ویلي چې څو ځله یې د کار موندلو هڅه کړې، خو پیدا کړی یې نه‌دی.

لغمان کې د کلبونو ترمنځ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې 

په لغمان کې د اتلس ثبت کلبونو «روزنتونونو» ترمنځ د کرېکټ پیل شوې سیالۍ د «عمران سنګر» کلب په بریا پای ته ورسېدې. 

یادې سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې د کورني کرېکټ په چوکاټ کې پیل شوې پرون دوشنبه د زمري ۳۰مه یې پایلوبه وشوه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره لوبه کوي

د افغانستان د کرېکت ملي لوبډله نن په سریلانکا کې په خپل کوربه‌توب د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره لومړۍ یو ورځنۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن سه‌شنبه د زمري ۳۱مه د سریلانکا د همبانټوټا په «ماهېنډا راجاپاکسا نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.