Asset 1SWN

متقي: د پاکستاني چارواکو او ټي‌ټي‌پي ترمنځ منځګړتوب پایله نه لرله

متقی-qbaukfpuj8h10ip3dretj8yvunhuomgmdci01wx3ew

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن ملت ته د دولت حساب‌ ورکولو په غونډه کې وویل، دوی په پاکستان کې د سولې راتلو په موخه څو ځله د دغه هېواد د چارواکو او ټي‌ټي‌پي ترمنځ منګړتوب کړی، خو په خبره یې، دغو هڅو د پاکستان په کابینه کې د بدلون راتلو له کبله پایلې نه‌دي لرلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی دغه راز د ا.ا امارت په رسمیت نه پېژندلو په اړه وايي چې لوېدیځ هېوادونه له دې موضوع د وسیلې په توګه کار اخلي او په وینا یې، یاد هېوادونه د ا.ا په رسمیت پېژندلو لپاره کوم ځانګړی شرط نه لري.

هغه د ټول‌شموله حکومت جوړېدل، د بشري حقونو خوندیتوب او امنیتي مسایل د لوېدیځو هېوادونو له لوري د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو لپاره یوازې پلمه بولي.

امیرخان متقي وايي، د هغو هېوادونو سفارتونه چې افغانستان کې پرانېستي دي، اسلامي امارت یې په رسمیت پېژندلی دی. نوموړی زیاتوي: «د افغانستان سفارتونه په نورو هېوادونو کې پرانېستي دي او د هغو هېوادونو سفارتونه چې افغانستان کې فعال دي، دا خپله د ا.ا د په رسمیت پېژندلو په مانا ده او دغو هېوادونو اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی دی.»

‍‍‍‍‍د بهرنیو چارو وزارت مسوولان زیاتوي چې په تېر یوه کال کې یې په نورو هېوادونو کې ۳۵۰۰ افغان بندیان هېواد ته را لېږدولي دي او دا لړۍ روانه ده. د دغه وزارت د کونسلي چارو رییس شعیب بریالی وايي: «د بهرنیو چارو وزارت په هڅو ۳۵۰۰ بندیان له نورو هېوادونو افغانستان ته را لېږدول شوي او دا لړۍ روانه ده. همدارنګه، بهرنیو چارو وزارت په تېر یوه کال کې ۲۵۰۰ کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته ویزې ورکړې دي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

وزارت اوس په ۱۶ هېوادونو کې فعالې استازولۍ لري او د ګاونډیو په ګډون، د سیمې هېوادونو سره نږدې اړیکې لري، خو د دوو کلونو په تېرېدو سره سره لا هم کوم هېواد اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی نه‌دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام