Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان: ا.ا دې زموږ پر وړاندې د افغانستان خاورې د کارېدو اجازه نه ورکوي

1398092910492964819166984

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د چنګاښ په دوه‌ویشتمه، د پنجشنبې ورځ د خپلې اوونیزې خبري غونډې پر مهال ویلي چې له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، څو پر خپلې هغې ژمنې ودرېږي چې د ترهګرو له لوري به د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر وړاندې نه کارېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان ډان ورځپاڼې په دې اړه راپور خپور کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، اسلامي امارت مسوولیت لري چې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان خاورې د نه کارېدو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

ممتاز زهرا بلوڅ زیاته کړې چې د اسلامي امارت چارواکو په بېلابېلو وختونو کې دغه مسوولیت منلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار کړی چې هېواد یې د ترهګریزو ګواښونو د اړوندو اندېښنو تر څنګ، په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو دی.

د یادونې ده چې د راپورونو پر بنسټ، پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) په وروستیو نږدې دوو کلونو کې د دغه هېواد د نظامیانو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پاکستان دولت تل ادعا کړې چې دغه بریدونه د افغانستان له خاورې طرحه او کېږي، خو اسلامي امارت بیا په پرله‌پسې ډول دا ادعاوې رد کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام