د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل د حقونو د برابروالي اصل نقض دی او په هېڅ ډول توجیه کېدای نه‌شي.

نوموړي نن پر ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې نجونې لا هم له زده‌کړو بې‌برخې دي. هغه ټینګار کړی چې د افغان نجونو ذهن او روان له ښوونځي سره تړلي دي. ګوټرېش زیاته کړې: «دا د برابرو حقونو نه توجیه کېدونکی نقض دی چې ټول هېواد [افغانستان] ته زیان اړوي.»

له هغه وروسته چې اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه افغانستان کې بیا واک ته ورسېد، له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي تړل شوي او د منځنۍ او لېسې دورې نجونې ښوونخي ته له تګ څخه بې‌برخې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

که څه هم اسلامي امارت ژمنه کړې وه چې د نجونو ښوونځي به د روان کال د وري په درېیمه د ټولو زده‌کوونکو پر مخ پرانېستل شي، خو د پوهنې وزارت په دې ورځ اعلان وکړ چې د نجونو ښوونځي به تر بل امر پورې همداسې تړلي پاتې وي.

سره له دې چې په کور دننه او بهر پر اسلامي امارت فشارونه راغلل، خو سرپرست حکومت تر اوسه په دې برخه کې له خپل دریځ څخه نه دی تېر شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام