د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د اسلامي احکامو له مخې نه، بلکې دا کار د پاکستان په امر شوی دی.
کرزي د جرمني «دېر شپیګل» مجلې سره په مرکې کې ویلي، پاکستان غواړي چې افغانستان یو کمزروی او بې دفاع هېواد وي چې د هېڅ ډول ستونزې توقع ترې ونهشي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پخواني ولسمشر همداراز په دې مرکه ټينګار کړی چې د زدهکړو څخه د نجونو بېبرخې کول، د افغانستان د منزويکېدو په معنی ده او دا هېواد به ونشي کړی چې په خپلو پښو ودریږي. د نوموړي په وینا، «د لوستو مېرمنو پرته موږ مړه یو.»
د ا.ا په واکمنېدو سره چې نږدې یو کال یې پوره کېږي، په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو ښوونځي تړل شوي چې په کور دننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.
که څه هم د ا.ا مسوولانو په وار وار ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به پرانیزي، خو تراوسه یې دغه ژمنه نه ده عملي کړې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د ا.ا سرپرست حکومت تراوسه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو څرګندونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.