د روان ښوونیز کال له پیل راهیسې د ښوونځیو زدهکوونکي له ګڼو ننګونو سره مخ شوې دي. له هغې ډلې هېواد کې د کورونا ویرووس درېیمه څپه چې له امله وضعیت ترینګلی شو او پوهنې وزارت اړ شو چې ښوونځي تر یوې نامعلومې نېټې پورې وتړي.
د کورونا ویرووس د مثبتو پېښو په کمېدو سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په تدریجي توګه ښوونځي پرانستل شول او د پوهنې بهیر له سره پیل شو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
وروسته له هغې چې د کورونا له امله لګول شوي بندیزونه لرې کړل شول، د طالبانو له لوري پر هېواد ولکه، یو ځل بیا د هېواد پوهنیز نظام وځپه او د دویم ځل لپاره ښوونیز کال وځنډول شو.
د طالبانو له لوري پر افغانستان له بشپړې ولکې وروسته د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو زدهکوونکو غوښتنه وکړه چې خپلو ښوونځيو ته لاړ شي، خو دوی یوازې له شپږم ټولګې ښکته ښځینه زدهکوونکو ته د ښوونځي اجازه ورکړه.
د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته ښځينه زدهکوونکې ښوونځي ته نه پرېښودل، د دې لامل شو چې په کور دننه او په نړیواله کچه غبرګونونه راوپاروي.
د دغو غبرګونونو پر دوام اوس د اسلامي امارت مسوولان وايي، پر یوې داسې کړنلارې کار کوي چې له مخې به یې په هېواد کې ښځینه زدهکوونکې وکولای شي، بېرته ښوونځيو ته لاړې شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق نن له سلاموطندار سره په خبرو کې وویل چې اسلامي امارت د ښځينه زدهکوونکو د زدهکړو دوام ته ژمن دی او له یوه ښوونیز او امن چاپیریال برابرولو وروسته به دوی ښځينه زدهکوونکې بېرته ښوونځو ته وروبلي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د پوهنې وزارت له پرېکړې وروسته، ښځينه زدهکوونکې د خپلو زدهکړو دوام ته په اندېښنه کې وې. دوی د اسلامي امارت د پوهنې له وزارت څخه غوښتنه کوله چې خپل دریځ کې دې بدلون راولي او ښوونځي دې بېرته پرانیزي.