Asset 1SWN

سلام وطندار

صالح: د دوحې هوکړه د طالبانو د کاذب باور لامل شوې

123174350_3402931723116379_5298378495104623058_o-p0h01xv45bjfgps0m2qej8vpyxkg8y8jefz8b7yld8

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې طالبان له نوي افغانستان سره د ګډ او سوله‌ييز ژوند باور نه لري او د دوحې هوکړه د ډلې د کاذب باور لامل شوې ده.

هغه وايي، دا باور یې له هغه وروسته پیدا کړ چې د ملي روغې جوړې شورا په دویمه غونډه کې یې د دولت د سولې مرکچي پلاوي خبرې او تبصرې واورېدې.

نوموړي د کابل د امنیتي وضعیت اړوند خپل ورځني راپور په یوه برخه کې چې پر فېسبوک یې خپور کړی، لیکلي چې د افغانستان د ناورین لپاره د سوله‌ييزې حل‌لارې لپاره باید د سولې خبرې اترې دوام ومومي، خو په وینا یې، حل‌لاره یوازې له قطر او دوحې نه تېرېږي، بلکې د دولت د ظرفیت لوړول او پیاوړتیا د سولې لاره لنډوي.

د صالح په وینا، هغه ادارې چې کولای شي طالبانو ته ور وښيي چې «غلطې کړې یې دي»، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، د ملي امنیت عمومي ریاست او نورې ادارې دي.

د ملي روغې جوړې شورا دویمه غونډه پرون په سپېدار ماڼۍ کې جوړه شوه.

د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لومړی پړاو چې د سنبلې میاشتې په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې وې، د لیندۍ په ۲۲مه پای ته ورسېدې. ټاکل شوې د سولې خبرو دویم پړاو د روانې مرغومي میاشتې په ۱۶مه پیل شي.

ولسمشر محمداشرف غني او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تر دې وړاندې ویلي و چې د دولت او طالبانو دویم پړاو خبرې باید په افغانستان کې وشي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام