د پروان محلي چارواکي وايي، د غوربند نمک‌آب سیمه د محلي اردو او طالب وسله‌والو ترمنځ تر یوې شپې او ورځې نښتې وروسته د هوايي مرستې نه رسېدو له کبله د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د پروان والي فضل‌الدین عیار سلام‌وطندار ته ویلي، ټاکل شوې وه چې افغان ځواکونه بېګاه شپه په نمک‌آب سیمه کې د طالبانو پر سنګرونو هوايي بریدونه وکړي، خو دغه بریدونه ونه شول او یاده دره له لاسه ووتله.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هغه په وینا، د یادې سیمې په له لاسه وتلو سره د محلي اردو قوماندان عبدالغفار له خپلو کسانو سره د طالبانو لاس ته ورغلی دی. نوموړی زیاتوي، د عبدالغفار د زوی په ګډون، د محلي اردو شپږ سرتېري په یاده جګړه کې وژل شوي او اته نور ټپیان دي.



په همدې حال کې یوې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې د پروان د امنیې قومانداني د امنیت آمر او د پلي درېیم کنډک قوماندان په مشري مرستندویه ځواکونه چې غوربند ته د لېږل شوي، د شینوارو ولسوالي په انګړ او د دغې ولسوالي په اشترشهر سیمه کې پر «چکر او زردالو خوړلو» بوخت دي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

د سرچینې په وینا، یاد ځواکونه پرون یادې سیمې ته لېږل شوي، خو تر اوسه یې د محلي اردو په دفاع کې د طالبانو پر وړاندې یو ډز هم نه دی کړی.

سرچینه زیاتوي، په یاده نښته کې د محلي اردو د قوماندان زوی او ورور هم طالبانو نیولي دي.

محلي سرچینې وايي، طالبان ښايي د نمک‌آب سیمې له نیولو وروسته پر استامه سیمې هم برید وکړي او د یادې سیمې په کنټرولولو سره به د پروان مرکز چاریکارو ښار هم له ګواښ سره مخامخ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام