کابل ته د پاکستان د استخباراتو یا ایاېسای د رییس فیض حمید راتګ پر ټولنیزو رسنیو د افغانان ګڼ غبرګونونه راوپارول. نن هم ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې پر بنسټ یې، پاکستاني ځواکونو بېګاه د نوموړي له سفر وروسته پر پنجشېر د طالبانو په ملاتړ بریدونه کړي دي.
خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون رییس او ویاند ذبېحالله مجاهد نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د پنجشېر په نیولو سره نور په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او دوی ټول هېواد کنټرولوي.
هغه وايي، د ایاېسای رییس د هغو امنیتي اندېښنو په موخه کابل ته راغلی چې پاکستان یې د افغانستان له لارې لري. نوموړی زیاتوي، فیض حمید خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي او دوی یې هم په اړه ډاډ ورکړی دی.
- د پنجشېر جګړه؛ په څلورو ورځو کې له ۳۵۰ ډېر طالبان وژل شوي
- پنجشېرکې د طالبانو او مقاومت جبهې پلاویو ترمنځ خبرې روانې دي
- د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ناسته؛ نړۍ طالبان څاري
د مجاهد په خبره، له پاکستاني پلاوي څخه یې غوښتي چې د افغانانو پر وړاندې خپلې دروازې پرانېزي او که پر کوم چا یې شک وي، د تېرېدو پر مهال دې وپلټي.
د طالبانو ویاند دغه راز ډاډ ورکړ چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې امکانات لري او په وینا یې، ډېر ژر به په بانکونو کې هم د راکړې ورکړې لړۍ عادي شي.
هغه وايي، افغان سوداګرو هم ورسره ژمنې کړي چې خپلې پانګې به هېواد ته راوړي او د افغانستان په بیارغونه کې به ونډه اخلي.
ذبېحالله مجاهد د سیمې په کچه د سترو اقتصادي پروژو د کار پیلېدو او عملي کېدو په اړه هم خبر ورکړ او ډاډ یې وښود چې پر بنسټ به یې نه یوازې خلکو ته کار پیدا شي، بلکې د هېواد اقتصادي وضعیت به هم ورسره سم شي.
سره له دې چې د طالبانو له راتګ شاوخوا درې اوونۍ تېرېږي، خو لا یې هم حکومت نه دی اعلان کړی. طالبان وايي، ډېر ژر به د حکومت مشرتابه په اړه پرېکړه وکړي او ټولې ادارې به بېرته پخواني حالت ته راوګرځي.