د کورنیو چارو وزارت وايي چې د البیروني پوهنتون د استادانو پر موټر چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي. د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، یو ماین د پروان ولایت د مرکز چاریکارو ښار په رباط سیمه کې د کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون د استادانو پر موټر چاودلی چې له کبله یې څلور کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

 د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان د البیروني پوهنتون استادان او زده‌کړیالان دي. هغه ټینګار کوي چې «دغه له جنایته ډک کار د توجیه وړ نه دی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د پروان امنیتي مسوولان هم تاییدوي چې د سړک غاړې یو ماین نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د یاد پوهنتون د استادانو پر موټر چاودلی دی. د پروان امنیه قوماندان عبدالرووف روزګانی بیا وايي چې په دې چاودنه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.



خو د دغه موټر چلوونکی محمدفرید سلام‌وطندار ته ویلي چې په موټر کې یې اتلس کسان چې د البیروني پوهنتون رییس، استادان او د دغه پوهنتون د کادري روغتون ډاکټران په‌کې شامل دي، سپاره وو. د نوموړي په وینا، ماین له یوې ونې سره ځای پر ځای شوی و.

بله‌خوا د پروان د سل بستریز ملکي روغتون سرطبیب عبدالخلیل حیدري وايي چې د پېښې له ځایه درې جسدونه او ۱۳ ټپیان ور وړل شوي دي. د البیروني پوهنتون رییس هم د ټپیانو په ډله کې دی.

که څه هم تر دې مخکې هم په هېواد کې د ملکيانو او دولتي کارکوونکو پر موټرو چاودنې شوي، خو دا لومړی ځل دی چې په کاپیسا کې د استادانو پر موټر چاودنه کېږي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام